په بامیان پوهنتون کې د تقرر او انفکاک غونډه ترسره شوه!

bu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۸
Bamyan

نن دوشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب د میاشتې ۱۲مه نېټه، د بامیان پوهنتون د تقرر او انفکاک غونډه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنمل محمد عثمان څولیزي تر مشرۍ لاندې د علمي چارو معاونیت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د څو تنو استادانو د علمي رتبو د ترلاسه کولو لپاره مقالې او علمي آثار وڅېړل شول، او اړوند پرېکړې د دې برخې په اړه نهایي شوې.
د دې غونډې هدف د پوهنتون د علمي پرمختګ او پیاوړتیا لپاره ګام پورته کول او د شفافیت د بهیر تقویت وو، ترڅو د پوهنتون د تعلیمي او علمي وضعیت ښه کولو ته وده ورکړل شي.
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS