د بامیان پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د ښوونیز ورکشاپ پیل!

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۳:۴۲
Bamyan

نن یکشنبه، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې ۱۱مه نېټه، څلور ورځنی ورکشاپ "د وینډوز اړین او پرمختللي تخنیکونه، په پرینټر کار کول او د انټرنیټ سمه استفاده" تر عنوان لاندې دبامیان پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره په لاره اچول شوی ده.
 په پیل کې ددغه پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني وینا وکړه او دا ورکشاپ یې د کارمندانو لپاره مهم وباله.
دغه ښوونیز پروګرام چې د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري تنظیم شوی، د ترینر مرتضی اصیل او انجینر احمد سیر حبیبي لخوا تدریس کېږي. 
د دې ورکشاپ اصلي موخه دا ده چې ګډونوال خپل ډیجیټلي او مسلکي مهارتونه پیاوړي کړي، ترڅو په کاري چاپېریال کې ښه فعالیت ترسره کړي.
دا ورکشاپ د ګډونوالو لخوا له تود هرکلي سره مخ شوو او د پوهنتون د اداري کارکوونکو د کاري کیفیت په ښه والي کې مثبت اغېز درلودلی دی.
د بامیان پوهنتون
د نشریاتو عمومي مدیریت
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS