شین ګام د سالم چاپېریال په لور د بامیان پوهنتون کې د نیالګیو کښېنولو حشر

د بامیان پوهنتون د نیالګیو کښېنولو حشر کې د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی وو.
ښاغلي برهاني د ځمکپوهنې پوهنځي د دویم صنف محصل احسانالله قرلق له خوا د ۴۰۰ نیالګیو ډالۍ کولو ستاینه وکړه.
یاد اقدام د پوهنتون د شنه چاپېریال د رامنځته کولو او د چاپېریال ساتنې فرهنګ د پراخولو په موخه یو ارزښتناک ګام وباله.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت