د علمي کدر د ارتقاء په موخه مهم ګام، د بامیان پوهنتون کې د استادانو ترفیعي دوسیو څېړل!

د بامیان پوهنتون د تقرر او انفکاک کمېټې وروستۍ غونډه نن د سهشنبې په ورځ د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم په ۱۷مه نېټه جوړه شوه، چې پکې د پنځو تنو استادانو ترفیعي دوسیې وڅېړل شوې.
هېره دې نه وي چې څلور تنه د بامیان پوهنتون او یو تن د غور د لوړو زدهکړو موسسې استادان دي.
د ارزونې پایلو له مخې درې تنه استادان د پوهاند علمي رتبې، یو تن د پوهندوی او یو تن د پوهنمل علمي رتبې لپاره یې د ترفیع دوسیې وڅېړل شوې.
غونډه په دعائې سره پای ته ورسېده.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت