د بامیان پوهنتون کرنې پوهنځي محصلینو لخوا د پسونو معاینې او درملنې عملي پروګرام ترسره شو

bu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Bamyan

نن د سه‌شنبې ورځ د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۵مه نېټه د بامیان پوهنتون کرنې پوهنځي د حیواني علومو څانګې محصلینو د استاد پوهنیار محمد نسیم میاخېل او پوهنیار عصمت‌الله اکبري په مشرۍ په یوه کليوالي سیمه کې د پسونو معاینه د آفت ضد درملو تطبیق او تغذیوي پروګرام عملي کړ.
دغه علمي فعالیت د بامیان پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د محصلانو چارو مرستیال مولوي مصطفی خان ابوسعید او د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی دولت شاه پویش په حضور کې ترسره شو. 
د پوهنتون مسؤلینو وویل چې د دې پروګرام هدف د محصلینو د عملي مهارتونو پیاوړتیا او د حیواني صحت د ښه والي له لارې د ټولنې خدمت دی.
د پروګرام پر مهال د حیواني علومو څانګې یو ټیم چې محصلین پکې شامل وو د تخصصي تجهیزاتو او درملو په وسیله لسګونه پسونه معاینه او درملنه یې وکړه. 
دا فعالیت نه یوازې محصلینو ته د عملي زده کړو ښه فرصت برابر کړ بلکې د سیمې د مالدارانو له خوا یې هم تود هرکلی وشو.
پوهنیار محمد نسیم میاخېل چې د پروګرام له لارښود استادانو څخه دی وویل: عملي زده کړه د کرنې او حیواني علومو د متخصصینو د روزنې نه بېلېدونکې برخه ده او بامیان پوهنتون هڅه کوي چې د داسې پروګرامونو له لارې د نظري زده کړو او د ټولنې د واقعي اړتیاوو ترمنځ واټن راکم کړي.
له بلې خوا مفتي حضرت محمد برهاني هم په یوه لنډه وینا کې د استادانو او محصلینو هڅې وستایلې او ویې ویل چې د علمي او عملي خدماتو ترویج او د پوهنتون او ټولنې ترمنځ تعامل خورا مهم دي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۴۹
Background image

معاون جدید تحقیق و مجله علمی پوهنتون بامیان آغاز به کار کرد!

دوشنبه ۱۴۴۶/۱۲/۲۰هـ ق
  د بامیان پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې نوي مرستیال پوهنمل نصرت‌الله نصرت نن رسماً خپله دنده پیل کړه، نوموړی د دوکتور محمد خالد خاورین ځایناستی شو.
پوهنمل نصرت تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۰:۱۹
Background image

د لوی اختر په مناسبت د بامیان پوهنتون مشرتابه د مبارکۍ پیغام!

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
 الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه اجمعین 
محترمو استادانو درنو محصلینو اداري کارکوونکو او عزتمندو هیوادوالو!
السلام علیکم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بامیان پوهنتون علمي چارو نوي مرستیال د عمومي کتابتون او ځینو پوهنځیو څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې ۴مه نېټه د بامیان پوهنتون علمي چارو نوي مرستیال پوهنوال مفتی احسان‌الحق نیازي د خپلې دندې له پیل وروسته د پوهنتون اړوندو برخو له نږدې ارزونه پیل. . .

BACK TO NEWS