د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه

bu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۱:۴۸
Bamyan

نن پنجشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې ۲۰مه نېټه د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ددغه پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو معاونیت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او آمرینو ګډون کړی وو بېلابېل موضوعات وڅېړل شول چې پکې د پوهنتون، پوهنځیو، کمېټو او آمریتونو د علمي شورا او جلسو د کتابو ارزونه، د پوهنتون ریاست، معاونیتونو، پوهنځیو او آمریتونو پلان، د محرومو محصلینو بیا شاملول، د علمي مجلې چاپ، د دیپارتمنتونو د نومونو بدلون او اصلاح، د کال وروستی مالي راپور، او د پوهنتون د غوره څېړونکي د پېژندنې طرحه شامل وو.
د غونډې په پای کې د اړوند موضوعاتو په اړه تصمیمونه ونیول شول.
بامیان پوهنتون
 نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS