د بامیان پوهنتون د شپنیو پوهنځیو د ښه والي لپاره د نظارت غونډه

bu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۲:۵۹
Bamyan

نن پنجشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان ۶ مه، د بامیان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي مصطفی ابوسعید په خپل دفتر کې د هغو پوهنځیو له مرستیالانو سره چې شپنۍ برنامې لري، غونډه وکړه.
د دې ناستې موخه د شپنیو درسونو د کیفیت ارزونه او د موجوده ستونزو څېړنه وه. مسئولینو ژمنه وکړه چې د یادو ستونزو د حل او د شپنیو برنامو د لا ښه والي لپاره به جدي هڅې کوي.
بامیان پوهنتون
د نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۲۲
Background image

په بامیان پوهنتون کې د ۱۴۰۴ کال کانکور لپاره بایومتریک بهیر پیل شو

نن سه شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۹مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت امتحاناتو ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۴ هـ ش کال کانکور ازموینې د شفافیت او سم مدیریت په موخه بایومتریک پروسه په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۴۴
Background image

د بامیان پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه.

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۳نېټه 
د بامیان پوهنتون علمي شورا خپله فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ ترسره کړه.
 په یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۳۶
Background image

د بامیان پوهنتون د غوره څېړونکي ستاینغونډه!

نن سه‌شنبه د۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۲مه نېټه یوه ځانګړې غونډه د بامیان پوهنتون د غوره څېړونکي د ستاینې په موخه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د پوهنتون د کتابتون په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS