د بامیان پوهنتون د رهبرۍ ناسته د څانګو له آمرینو سره تر سره شوه .

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۳:۴۳
Bamyan

نن دوشنبه ۲/۵/۱۴۴۶ هـ ق نیټه د بامیان پوهنتون رهبرۍ ناسته د علمي چارو معاونیت کې د پوهنتون دعمومي رئیس الحاج حضرت محمد برهاني ، علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزی ، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عید محمد محمدي او د څانګو آمرینو په ګډون ترسره شوه. 
ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه . 
په لومړي قدم کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني ګډونوالو ته د پوهنتون د نظم او دسپلین په اړه لازمې لارښوونې وکړې اود بشپړې همکارۍ غوښتنه یې وکړه .
دغه راز د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي د درسي مېتود د لا ښه والي لپاره ګټورې خبرې وکړې . 
همدارنګه د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عید محمد محمدي د څانګو د آمرینو نظرونه او غوښتنې واورېدې او په اړه یې اړین تصمیمونه ونیول شول. 
په پای کې ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په دعائیی سره پای ته ورسېده . 
بامیان پوهنتون
د نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۰:۴۷
Background image

د بامیان پوهنتون خزاني سمستر د پای آزموینو پیل!

د لوړو زده کړو وزارت او بامیان پوهنتون د فیصلې مطابق د ۱۴۰۳هـ ق کال خزاني سمستر د پای آزموینې نن رسماً پیل شوې.
غه راز آزموینې د مهال ویش سره سم ترتیب شوي، د رهبري هیئت په حضور کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د(ANASTU) او بامیان پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک!

چهارشنبه نېټه۱۴۴۶/۵/۲۵هـ ق کال
دبامیان پوهنتون او د افغانستان د کرهنیزو علومو او ملي تکنالوژۍ پوهنتون(ANASTU) هوکړه لیک د دواړو پوهنتونو د با صلاحیته استازو الحاج مفتی حضرت محمد برهاني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۲۲
Background image

د بامیان پوهنتون لومړنی پوهاند!

نن چهارشنبه نېټه۱۴۴۶/۵/۲۵هـ ق کال د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور بازمحمد فروغ او یو شمېر استادانو د تحصیلي درجو اوعلمي ترفېع ستاین غونډه. 
په دغه مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS