د بامیان پوهنتون د رهبرۍ ناسته د څانګو له آمرینو سره تر سره شوه .

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۳:۴۳
Bamyan

نن دوشنبه ۲/۵/۱۴۴۶ هـ ق نیټه د بامیان پوهنتون رهبرۍ ناسته د علمي چارو معاونیت کې د پوهنتون دعمومي رئیس الحاج حضرت محمد برهاني ، علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزی ، د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عید محمد محمدي او د څانګو آمرینو په ګډون ترسره شوه. 
ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه . 
په لومړي قدم کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني ګډونوالو ته د پوهنتون د نظم او دسپلین په اړه لازمې لارښوونې وکړې اود بشپړې همکارۍ غوښتنه یې وکړه .
دغه راز د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي د درسي مېتود د لا ښه والي لپاره ګټورې خبرې وکړې . 
همدارنګه د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عید محمد محمدي د څانګو د آمرینو نظرونه او غوښتنې واورېدې او په اړه یې اړین تصمیمونه ونیول شول. 
په پای کې ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په دعائیی سره پای ته ورسېده . 
بامیان پوهنتون
د نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۲۲
Background image

په بامیان پوهنتون کې د ۱۴۰۴ کال کانکور لپاره بایومتریک بهیر پیل شو

نن سه شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۹مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت امتحاناتو ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۴ هـ ش کال کانکور ازموینې د شفافیت او سم مدیریت په موخه بایومتریک پروسه په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۴۴
Background image

د بامیان پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه.

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۳نېټه 
د بامیان پوهنتون علمي شورا خپله فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ ترسره کړه.
 په یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۳۶
Background image

د بامیان پوهنتون د غوره څېړونکي ستاینغونډه!

نن سه‌شنبه د۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۲مه نېټه یوه ځانګړې غونډه د بامیان پوهنتون د غوره څېړونکي د ستاینې په موخه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د پوهنتون د کتابتون په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS