د بامیان پوهنتون د تعلیمي نصاب کمیټې غونډه ترسره شوه!

bu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۵:۲۷
Bamyan

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۸هـ ق
د بامیان پوهنتون د تعلیمي نصاب د کمیټې غونډه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال داکتر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د یاد معاونیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د بامیان پوهنتون او غور د لوړو زده کړو مؤسسې د یو شمېر استادانو ژباړل شویو آثارو پروپوزلونه تر ارزونې او بحث لاندې ونیول شول. 
د دغې ارزونې موخه د تدریسي کیفیت لوړول، د درسي پروګرامونو تطبیق، او د تعلیمي نصاب د محتوا ښه‌والی یاد شو.
د پوهنتون مسؤولینو هیله وښوده چې د دغو ارزونو پایلې به د تدریس په بهیر کې د مثبت بدلون او د علمي ظرفیت د لوړوالي لامل شي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS