د بامیان پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د ښوونیز ورکشاپ پیل!

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۳:۴۲
Bamyan

نن یکشنبه، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې ۱۱مه نېټه، څلور ورځنی ورکشاپ "د وینډوز اړین او پرمختللي تخنیکونه، په پرینټر کار کول او د انټرنیټ سمه استفاده" تر عنوان لاندې دبامیان پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره په لاره اچول شوی ده.
 په پیل کې ددغه پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني وینا وکړه او دا ورکشاپ یې د کارمندانو لپاره مهم وباله.
دغه ښوونیز پروګرام چې د مسلکي پراختیا مرکز آمریت له لوري تنظیم شوی، د ترینر مرتضی اصیل او انجینر احمد سیر حبیبي لخوا تدریس کېږي. 
د دې ورکشاپ اصلي موخه دا ده چې ګډونوال خپل ډیجیټلي او مسلکي مهارتونه پیاوړي کړي، ترڅو په کاري چاپېریال کې ښه فعالیت ترسره کړي.
دا ورکشاپ د ګډونوالو لخوا له تود هرکلي سره مخ شوو او د پوهنتون د اداري کارکوونکو د کاري کیفیت په ښه والي کې مثبت اغېز درلودلی دی.
د بامیان پوهنتون
د نشریاتو عمومي مدیریت
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د بامیان پوهنتون د محصلانو چارو نوي مرستیال نن په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه!

نن یکشنبه د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سلواغې ۲۱مه چې د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان له ۱۰مې نېټې سره برابره ده، د پنجشېر د لوړو زده کړو مؤسسې پخوانی رئیس مولوي مصطفی خان د بامیان پوهنتون د محصلانو چارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۰:۴۴
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس ترسره کېدل!

نن پنجشنبه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې ۲۹ نېټه د بامیان پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت د علمي کنفرانس کوربه وو. 
په دغه کنفرانس کې چې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د بامیان پوهنتون استادانو لپاره د ځانګړي درې ورځني ورکشاپ جوړېدل!

نن دوشنبه، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب په ۲۶ نېټه، د بامیان پوهنتون د استادانو لپاره ځانګړی درې ورځنی ورکشاپ د "لتکس" په نوم د مسلکي پراختیا آمریت لخوا ترسره شو. په دې پروګرام کې. . .

BACK TO NEWS