د بامیان پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د مدیریتي روزنیز سمینار جوړېدل!

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۱۰
Bamyan

یک‌شنبه ۱۴۴۷/۱/۱۷ هـ.ق
درې ورځنی روزنیز سمینار د "مدیریتي روزنې" تر عنوان لاندې د بامیان پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمریت په نوښت د یادې ادارې د غونډو په تالار کې پیل شو.
دغه روزنیز پروګرام درې ورځې دوام کوي او موخه یې د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړول په مدیریت او رهبرۍ کې ده.
د پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د بامیان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور احسان‌الحق نیازی د مدیریتي روزنې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د کارکوونکو مسلکي پرمختیا د اداري نظام د پیاوړتیا او اکادمیکې ټولنې ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو له اساسي اړتیاوو څخه ده.
د یاد سمینار ترینر امرالله بشارت چې د پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر دی ګډونوالو ته د مدیریت اړوند مفاهیم او مهارتونه ور زده کوي.
په دې سیمینار کې ګډونوال له بېلابېلو موضوعاتو لکه د مدیریت اصول، مؤثره رهبري او اداري اړیکو سره اشنا کېږي.
یاد روزنیز پروګرام د بامیان پوهنتون د مسلکي ودې او اغېزمنې ادارې د رامنځته کولو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS