د بامیان پوهنتون استادانو لپاره د ځانګړي درې ورځني ورکشاپ جوړېدل!

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۵:۱۱
Bamyan

نن دوشنبه، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب په ۲۶ نېټه، د بامیان پوهنتون د استادانو لپاره ځانګړی درې ورځنی ورکشاپ د "لتکس" په نوم د مسلکي پراختیا آمریت لخوا ترسره شو. په دې پروګرام کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتی حضرت محمد برهاني او د پوهنتون مرستیالانو ګډون درلود.
په دې پروګرام کې د بامیان پوهنتون رئیس په خپله وینا کې د استادانو د علمي او فني مهارتونو د لوړولو په برخه کې د تخصصي سافټویرونو کارولو اهمیت یادونه وکړه. همداراز یې د مسلکي پراختیا آمریت څخه د دې ورکشاپ د تنظیم په برخه کې مننه وکړه.
دا پروګرام د بریاليو ترېنرانو، پوهنمل دوکتور سید قاسم علوي، پوهنمل دوکتور محمد عیسی نظري او پوهنیار امان الله نبوي لخوا وړاندې کېږي. د دې ورکشاپ هدف د استادانو علمي او عملي توانایي په تدریس او څیړنه کې پیاوړې کول دي.
بامیان پوهنتون
 نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS