دبامیان پوهنتون نوي علمي مرستیال د معرفت غونډه ترسره شوه.

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۵۱
Bamyan

ن سه شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۹مه نېټه
په بامیان پوهنتون کې د علمي چارو د نوي مرستیال معرفت غونډه د پوهنتون مشرتابه استادانو او اداري کارکوونکو په حضور کې جوړه شوه.
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د غونډې پر مهال د دغه معاونیت د پخواني مرستیال پوهندوی محمد عثمان څولیزي له صادقانه خدمتونو مننه وکړه تغیر او تبدیل یې د ادارې یو اصل وباله او نوي مرستیال پوهنوال مفتي احسان‌الحق نیازي ته یې د بریا هیله څرګنده کړه.
نوي مرستیال پوهنوال مفتي احسان‌الحق نیازي هم د پوهنتون د علمي پرمختګ نظم او همکارۍ لپاره د هڅو ژمنه وکړه.
په پای کې د بامیان پوهنتون پخواني علمي مرستیال پوهندوی محمد عثمان څولیزي خپله څوکۍ او دغه دروند مسؤلیت په خوښۍ سره نوي مرستیال ته وسپاره د نوې دندې مبارکي یې ورته وویله او په اداري چارو کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۵
Background image

د باميانو پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم الحرام د مياشتې ۲۵مه نېټه د باميان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو د معاونيت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې پوهنځي له علمي لاسته‌راوړنو څخه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د خپلو مرستیالانو په ملتیا د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي له نويو علمي لاسته‌راوړنو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۰
Background image

د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان‌الحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه. . .

BACK TO NEWS