بامیان پوهنتون کې د ځان وژنې د مخنیوي په موخه د پوهاوي یو ورځنی سمینار ورکړل شو
Event dates
Event dates -
نن یکشنبه نېټه ۱۴۴۶/۵/۱۵هـ ق د بامیان پوهنتون محصلینو او کارکوونکو ته د ځان وژنې د مخنیوي په موخه د پوهاوي سیمینار د محصلانو چارو مرستیال اودعوت ارشاد آمریت په همکارۍ ددغه پوهنتون د لیلې په تالار کې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
په دغه پروګرام کې د ارواپوهنې، ټولنپوهنې، او دیني برخې ویناوالو د ځان وژنې موضوع وڅېړله او د پروګرام اړوند موضوعات یې شریک کړل.
په پیل کې د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل داکترمحمد حسن یوسفي وویل: << ځان وژنه په ژوند کې د نه زغملو دردونواو ستونزو څخه د خلاصون لپاره یو غیر منطقي عمل دی.
خفګان د ژوند فشارونه، د بې ارزښتۍ احساس په مینه کې ناکامي او لاعلاجه ناروغي د ځان وژنې لامل ګرځي.>>
نوموړي زیاته کړه د ژوند د مهارتونو زده کړه او ارواپوهنې مرکزونو ته مراجعه دځان وژنې د مخنیوي له حل لارو څخه ده.
دغه راز د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي عبدالقادر مختار له ګډونوالو وغوښتل چې په ټولنه کې د ځان وژنې د مخنیوي لپاره هرڅوک خپل مسؤلیت ادا کړي.
نوموړي د قرآن عظیم الشان د آیتونو او نبوي احادیثو په حواله ځان وژنه کبیره ګناه وبلله او دغه کار یې د اسلام مبارک دین کې حرام وګاڼه. په ژوند کې بیکاري، کورنۍ ستونزې د ژوند فشارونه شته خو باید صبر او استقامت ولرو.
په پای کې د یاد پوهنتون د ارشاد دعوت آمر محمد امان امین پروګرام راونغښته او په دعایې سره پای ته ورسېده
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت