د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه ترسره شوه!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ ق
نن د بامیان پوهنتون د تقرر او ترفیعاتو نوبتي غونډه د بامیان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسانالحق نیازي په مشرۍ د دې معاونیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د علمي کادر د غړو د تقرر او ترفیع اړوند موضوعات او وړاندیزونه وڅېړل شول.
ګډونوالو د خپلو رغوونکو نظریاتو ترڅنګ د ترفیعاتو په بهیر کې د شفافیت او اکادمیکو معیارونو د مراعت غوښتنه وکړه.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت