معاون جدید تحقیق و مجله علمی پوهنتون بامیان آغاز به کار کرد!

دوشنبه ۱۴۴۶/۱۲/۲۰هـ ق
د بامیان پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې نوي مرستیال پوهنمل نصرتالله نصرت نن رسماً خپله دنده پیل کړه، نوموړی د دوکتور محمد خالد خاورین ځایناستی شو.
پوهنمل نصرت تر دې وړاندې د بامیان پوهنتون د استادانو د آمر په توګه دنده ترسره کوله په اکاډمیک او اداري برخو کې یې مهم مسؤلیتونه پر غاړه درلودل.
د معرفي غونډه د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ جوړه شوه چې پکې د پوهنتون مرستیالانو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو.
په غونډه کې د نوي مرستیال د علمي تجربو او وړتیا ستاینه وشوه او نوموړي ته د لا بریاوو هیله څرګنده شوه.
د پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي برهاني په خپلو خبرو کې د څېړنې او علمي فعالیتونو پراختیا ته د ژمنتیا ټینګار وکړ او د ښاغلي نصرت د ټاکنې هرکلی یې وکړ.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت