په بامیان پوهنتون کې د ثالث عمر رحمة الله علیه د کارنامو په اړه علمي سمینار ترسره شو!

نن سه شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۵مه نېټه بامیان پوهنتون د امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد د کارنامو په اړه د ترتیب شوي علمي سمینار کوربه وو.
دغه پروګرام چې د بامیان پوهنتون ارشاد دعوت آمریت له لوري د دغه پوهنتون د کتابتون په تالار کې په لاره اچول شوی وو، د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په ګډون د بامیان ولایت امرباالمعروف رئیس مفتي محمودالحسن منصوري، د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه اخیستې وه.
پروګرام د مولوي بشیراحمد زاهد په زړه راښکونکي آواز د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوو.
په پیل کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دا ډول پروګرامو په جوړولو او د اداري پرسونل په پراخ ګډون خوښي څرګنده کړه.
ورپسې مولوي عبدالقادر ثاقب او مولوي سمیع الله سعادت د ثالث عمر د ژوند لیک او کارنامو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د بامیان ولایت د امرباالمعروف رئیس مفتي محمودالحسن منصوري د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په سیرت او صورت او د ثالث عمر رحمة الله علیه په کارنامو هراړخیزه خبرې وکړې، نوموړي ټینګار وکړ چې ټول استادان، اداري کارکوونکي او محصلین دې خپل سیرت او صورت د شریعت مطابق برابر کړي، ښاغلي منصوري زیاته کړه چې هیڅکله به د اسلامي امارت د احکامو او فرمانونو په عملي کولو کې په چا رحم ونکړي، هریو له تاسو څخه دې په نیکو کارونو امر او له منکراتو څخه منعه دې خپله وجیبه وګڼي ترڅو د شریعت په وړاندې خپل مسؤلیت ترسره کړي.
د پروګرام په آخر کې د محصلانو چارو مرستیال مولوي مصطفی خان ابوسعید غونډه د دعائې په ویلو سره ونغښتله.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت