د بامیان پوهنتون محصلینو ته د مونوګراف لیکنې لارښود د لړۍ دوام!

نن پنچشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې لسمه نېټه د بامیان پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت داځل د ښوونې او روزنې او شرعیاتو پوهنځيو محصلینو لپاره د مونوګراف لیکنې لارښود تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.
دغه پروګرام چې په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د استاد پوهنمل محمد بصیر بختیاري او شرعیاتو پوهنځي کې د همدې پوهنځي استاد پوهنوال سیدخلیل کوهي لخوا پرمخ وړل کېده د څلورم صنف محصلینو لپاره ځانګړی شوی وو.
د یادونې وړ ده چې د مسلکي پراختیا آمریت له لوري تېره ورځ د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته هم د مونوګراف لیکنې لارښود ترعنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شوو. او دا لړۍ به د نورو پوهنځیو محصلینو لپاره هم دوام ولري.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت