آغاز دروس افتخاری شیوخ در پوهنتون بامیان!

نن سهشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې اتمه نېټه په بامیان پوهنتون کې د علماوو افتخاري درسونو لړۍ پیل شوه.
په دې غونډه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د پوهنتون مرستیالانو او د دې علمي مرکز د ارشاد او دعوت آمر شتون درلود.
دغه راز په دې برنامه کې په ارزښتناکو موضوعاتو لکه(د انسان پیدایښت، ددنیا د تخلیق جریان د نصوصو په رڼا کې، محرمات په قرآن کریم کې او د ایمان تشریح ولاء او براء) تفصیل سره بحث وشو.
دغه درسي لړۍ د محصلینو او اداري کارکوونکو د دیني پوهاوي د ژورتیا او د پوهنتون په چاپېریال کې د اسلامي پوهې د لوړوالي لپاره پیل شوه او ټاکل شوې ده چې په منظم ډول دوام ومومي.
بامیان پوهنتون
د نشراتو عمومي مدیریت