د(ANASTU) او بامیان پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک!
چهارشنبه نېټه۱۴۴۶/۵/۲۵هـ ق کال
دبامیان پوهنتون او د افغانستان د کرهنیزو علومو او ملي تکنالوژۍ پوهنتون(ANASTU) هوکړه لیک د دواړو پوهنتونو د با صلاحیته استازو الحاج مفتی حضرت محمد برهاني د بامیان پوهنتون عمومي رئیس او الحاج مولوي سید محمد داوود آغا هاشمي د (ANASTU)پوهنتون رئیس ترمنځ د (ANASTU) په پوهنتون کې لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د بامیان پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي سرپرست رئیس پوهنمل نصرت الله همت زي په همکارۍ ترتیب شوی چې د څلورو مادو لرونکی ده.
هېره دې نه وي چې (ANASTU) پوهنتون په کندهار ولایت کې د علمي کدرونو د روزنې یو مهم مرکز ګڼل کېږي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت