د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه!

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۰
Bamyan

نن یکشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې ۲۵مه نېټه
د بامیان پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتی حضرت محمد برهاني د پوهنتون مرستیالانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې مهمو علمي او اداري مسایلو ته کتنه وشوه.
د غونډې اصلي موضوعات د روان سمستر د ازموینو لپاره چمتووالی، تضمین کیفیت دریم پړاو او علمي ترفیعاتو دوسیو ارزونه وه.
همدارنګه په پوهنتون کې د نظم تأمین او د اصولو په رعایت هم ټینګار وشو.
د پوهنتون مشرتابه د تعلیمي کیفیت د لوړوالي او د سالم علمي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره پر نه ستړي کېدونکو هڅو ټینګار وکړ.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

له بامیان پوهنتون څخه د هلمند پوهنتون اداري کارکوونکو لیدنه!

دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۱هـ ق
د هلمند پوهنتون یو شمېر اداري کارکوونکو د بامیان پوهنتون له اداري همکارانو سره په یوه ناسته کې ولیدل او د تجربو تبادله یې وکړه.
یاده ناسته د دواړو بنسټونو ترمنځ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۴۹
Background image

د باميانو پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ ش کال د پسرلني سمستر د وروستیو ازموینو پیل!

شنبه ۱۴۴۷/۱/۹ هـ ق
د ۱۴۰۴ هـ ش کال د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د لایحې پر بنسټ په رسمي ډول باميان پوهنتون کې پیل شوې.
ازموینې په ټولو پوهنځیو کې په هم‌مهاله ډول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس جوړېدل!

چهارشنبه ۱۴۴۷/۱/۶هـ ق
 د بامیان پوهنتون او دایکندي د لوړو زده‌کړو مؤسسې د یو شمېر استادانو له خوا د بامیان پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ په یاد پوهنتون کې علمي کنفرانس ترسره. . .

BACK TO NEWS