د بامیان پوهنتون د علمی چارو مرستیال د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ناسته وکړه!

نن شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې ۲۵ نېټه د بامیان پوهنتون د علمی چارو مرستیال پوهنوال ډاکټر احسان الحق نیازي د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د درسي پروګرامونو سمون، د زدهکوونکو د علمي اړتیاوو پوره کول، د استادانو ترمنځ همغږي، او د علمي فعالیتونو د پرمختګ اړوند موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.
د علمی چارو مرستیال د استادانو نظریات واورېدل او د ستونزو د حل او فرصتونو د پراختیا لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت