محصل ته الهام د ستاینې له ستیج تر هڅونې، بامیان پوهنتون کې یوه شانداره غونډه ترسره شوه!

نن چهارشنبه د۱۴۴۶هـ ق کال دشوال المکرم میاشتې ۱۸مه نېټه د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو اداري کارکوونکو او ممتازو محصلینو د ستاینې او قدردانۍ لپاره یوه شانداره غونډه جوړه شوه.
دغه راز په غونډه کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی محمد عثمان څولیزي، د پوهنځیو رئیسانو، علمي کادر غړو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د ښوونې او روزنې پوهنځي لدې ابتکار څخه خوښي څرګنده کړه او دا اقدام یې په تحصیلي ډګر کې د محصلینو او استادانو د لا زیاتو هڅو لپاره ګټور وباله.
دغه راز د پوهنتون علمي مرستیال او ځینو نورو ویناوالو پخپل وار سره ګډونوالو ته خبرې وکړې.
د پروګرام په پای کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني ته د هغه د زړهسوانده او صادقانه رهبرۍ په پار د ښوونې او روزنې پوهنځي د مشرتابه، استادانو او کارکوونکو له خوا د مننې او ستاینې ستاینلیک ډالۍ شوو.
ورپسې هغو استادانو ته چې لوړو علمي رتبو ته ارتقا کړې وه د درناوي او ستاینې تحفې او تقدیرنامې ورکړل شوې. همداراز دنوي مقرر شويو استادانو هرکلی وشو او د ښوونې او روزنې په برخه کې د هڅاندو اداري کارکوونکو زحمتونه وستایل شول.
د غونډې یوه بله مهمه برخه د هغو محصلینو ستاینه وه چې د زدهکړو په ډګر کې یې لوړ علمي بریالیتوبونه تر لاسه کړي وو.
د یادولو وړ ده چې دا ډول پروګرامونه نه یوازې د علمي هڅو ستاینه کوي بلکې د استاد محصل او ادارې تر منځ د همغږۍ درناوي او هڅونې روحیه هم پیاوړې کوي.
د پوهنتون مشرتابه ژمن دی چې د علمي کچې د لوړوالي او تحصیلي چاپېریال د پیاوړتیا لپاره دا فرهنګ دوامداره وساتي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت