د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته!

bu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۵:۱۰
b

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان د میاشتې ۲۰مه نېټه د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي په مشرۍ چې د پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو هم ګډون درلود، د علمي چارو معاونیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
پدې غونډه کې د ارواپوهنې او باغدارۍ څانګو د ماسټرۍ پروګرام جوړولو طرحه، د استادانو ترفیع، د درسي چارو په ښه والي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي جوړولو طرحه او د بامیان پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه بحث وشو.
په پای کې د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له وړاندې کولو وروسته تایید او اړینې پریګړې وشوې.
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

په بامیان پوهنتون کې د " روژې، جهاد، او پرهېزګارۍ" سمینار ترسره شو

نن سه شنبه د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت د۱۴۴۶ هجري قمري کال د رمضان المبارک میاشتې په ۱۱مه نېټه د"روژې، جهاد، او پرهېزګارۍ" تر سرلیک لاندې سمینار ترسره کړ. په دغه سمینار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۹:۳۷
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس ترسره کېدل!

نن سه شنبه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رمضان المبارک د میاشتې ۱۱مه نېټه د بامیان پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت د علمي کنفرانس کوربه وو. 
په دغه کنفرانس کې چې د مسلکي پراختیا آمریت د کنفرانسونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۷
Background image

په بامیان پوهنتون کې د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" ورکشاپ ترسره شو

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک نهمه د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې آمریت په تالار کې ترسره شو.
په دې برنامه کې. . .

BACK TO NEWS