د بامیان پوهنتون د کارکوونکو اداري غونډه!
نن یکشنبه نېټه ۱۴۴۶/۵/۲۲هـ ق کال بامیان پوهنتون کارکوونکو اداري غونډه د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې عبدالجلیل حکیمي د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال د مراجعینو، مدیریتونو، او محصلینو د ستونزو په اړه خبرې وکړې. د مراجعینو او کارمندانو د کارونو په وخت سرته رسولو غوښتنه یې وکړه.
ورپسې د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه او غوښتنې وړاندې کړې چې په اړه یې لازم تصمیم ونیول شوو.
غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت