په بامیان پوهنتون کې د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" ورکشاپ ترسره شو

bu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۷
Bamyan

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک نهمه د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې آمریت په تالار کې ترسره شو.
په دې برنامه کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني او یو شمېر استادانو ګډون کړی وو.
د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی محمد عثمان څولیزي له څو تنو استادانو سره د ورکشاپ د ترېنرانو په توګه برخه اخیستې وه. دغه ورکشاپ چې د ژباړې مهارتونو د لوړولو په موخه جوړ شوی څلور ورځې به دوام وکړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۷
Background image

په بامیان پوهنتون کې د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" ورکشاپ ترسره شو

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک نهمه د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د "ژباړې تخنیکونه او ستراتیژۍ" تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ د دې آمریت په تالار کې ترسره شو.
په دې برنامه کې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

په بامیان پوهنتون کې د "روژې مبارکې میاشتې د هرکلي"په خاطر سمینار ترسره شو

د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت د۱۴۴۶ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۴مه نېټه، دوه ورځنی سمینار د "روژې مبارکې میاشتې د هرکلي" تر سرلیک لاندې ترسره کړ. په دغه سمینار کې د روژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۲:۵۹
Background image

د بامیان پوهنتون د شپنیو پوهنځیو د ښه والي لپاره د نظارت غونډه

نن پنجشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان ۶ مه، د بامیان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي مصطفی ابوسعید په خپل دفتر کې د هغو پوهنځیو له مرستیالانو سره چې شپنۍ برنامې لري، غونډه وکړه.
د دې. . .

BACK TO NEWS