په بامیان پوهنتون کې د ځوانانو په ژوند کې د نوښت او خلاقیت د اهمیت په اړه علمي او هڅوونکې غونډه جوړه شوه

یکشنبه، ۱۴۴۶/۱۲/۲۵هـ ق
د بامیان پوهنتون د غونډو تالار د ځوانانو په ژوند کې د خلاقیت او نوښت د اهمیت تر سرلیک لاندې د یوې علمي او هڅوونکې برنامې کوربه وو.
دغه غونډه د محصلانو چارو د مرستیال مولوي مصطفی ابو سعید او محصلانو د همغږۍ او چوپړتیاوو عمومي مدیر په شتون د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلانو په ګډون ترسره شوه.
په غونډه کې د محصلانو چارو مرستیال د ټولنې په پرمختګ کې د ځوانانو رول ډېر مهم وباله او پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
دا برنامه د محصلانو د همغږۍ او چوپړتیاوو عمومي مدیریت له خوا تنظیم شوې وه، چې پوهنمل خلیل کوهي د شرعیاتو پوهنځي استاد لخوا وړاندې شوه.
همداراز یوه بله غونډه هم د "ازموینو اضطراب" تر عنوان لاندې ترسره شوه
چې د کلینیکی آرواپوهنې عمومي مدیریت له خوا چمتو شوې وه.
دا برنامه د کلینیکی ارواپوهنې عمومي مدیر ډاکتر نورالدین محمدي له خوا وړاندې شوه.
د دې غونډې اصلي موخه دا وه چې محصلینو ته د ازموینو پر مهال د اضطراب کمولو او مقابله کولو لارې چارې وروښودل شي.
یادې برنامې چې د محصلینو له خوا له تود هرکلي سره مخ شوې د دوی د فکري، رواني او ټولنیز پرمختګ په لور یو ارزښتناک ګام ګڼل کېږي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت