په بامیان پوهنتون کې د علمي او دیني سمینار پیل!

bu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۳۴
Bamyan

نن سه شنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان د میاشتې ۱۲ مه نېټه بامیان پوهنتون د علمي او دیني سمینار کوربه وو. 
دغه پروګرام چې د لوړو زده کړو وزارت له لایحې سره سم ترتیب شوی درې ورځې به دوام ولري. 
چې پکې د بامیان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي، ددې ولایت د علما  شورا رئیس مولوي عبدالقیوم مرادي، د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او یوشمېر دیني علماوو ګډون درلود. 
مراسم د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.
په پیل کې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي برهاني میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ددغه سمینار اصلي هدف د عصري او دیني علم ترمنځ اړیکه ټینګول یاد کړل.
دغه راز د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي ددیني او علمي زده کړو پراهمیت ټینګار وکړ، او د ټولنې فکري او ټولنیز پرمختګ لپاره دې برخې ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه، هغه وویل “  دیني او عصري علومو ترمنځ هیڅ توپیر نشته مدرسې او ښوونځي ددیني او وجداني مسؤلیتونو په لرلو سره باید په دې برخه کې جدي هڅې وکړې”. 
ددغه درې ورځو په اوږدو کې به استادان او علما کرام د ټولنو په پرمختګ کې د علم رول او د تحصیلي نظام د ښه کولو لارو چارو په اړه خبرې وکړي. دغه سمینار د استادانو او دیني علماوو ترمنځ د نظریاتو د تبادلې لپاره یوه ارزښتمنه موقع برابره کړې ده.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د بامیان پوهنتون د ګمارنې او انفکاک غونډه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان ۱۸ مه نېټه د بامیان پوهنتون د ګمارنې او انفکاک ناسته ددغه پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي تر نظارت لاندې ترسره شوه.
 په دې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۴:۲۲
Background image

د بامیان پوهنتون د ګمارنې او انفکاک غونډه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان ۱۸ مه نېټه د بامیان پوهنتون د ګمارنې او انفکاک ناسته ددغه پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي تر نظارت لاندې ترسره شوه.
 په دې غونډه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۷
Background image

د بامیان پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې غونډه ترسره شوه!

نن یک شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د شعبان د میاشتې ۱۷مه نېټه د بامیان پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې ناسته د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي په مشرۍ دعلمي چارو معاونیت د. . .

BACK TO NEWS