د هالنډ کمېټې (DCA) د همکاریو دوام له بامیان پوهنتون سره!

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۶
Bamyan

نن دوشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې ۲۲مه نېټه په بامیان پوهنتون کې د وترنري علومو پوهنځي محصلینو ته د هالنډ کمېټې لخوا ورکشاپ ورکړل شو.
یاد ورکشاپ چې د بامیان پوهنتون د مسلکي پراختیا آمریت د غونډو په تالار کې جوړ شوی وو د وترنري علومو پوهنځي استادان او یو شمېر محصلین یې برخه وال وو.
دغه برنامه چې پرحیواناتو رحم د اسلام له نظره او په حیواناتو کې کلینیکي او تشخیصي نښې یې مهم موضوعات ول د داکتر محمد قاسم"خوګیاڼي" او داکتر محمد عارف "طاهري" لخوا پرمخ وړل کېږي.
همدارنګه یاد ورکشاپ به د نظري او عملي زده کړو سره دوه ورځې دوام ولري.
هېره دې نه وي چې د بامیان پوهنتون رهبري د دا ډول پروګرامونو له جوړولو خوښي څرګنده ګړه او د هالنډ کمېټې له مسؤلینو یې مننه وکړه چې د محصلینو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ورسره همکاري کوي.
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۶
Background image

د هالنډ کمېټې (DCA) د همکاریو دوام له بامیان پوهنتون سره!

نن دوشنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې ۲۲مه نېټه په بامیان پوهنتون کې د وترنري علومو پوهنځي محصلینو ته د هالنډ کمېټې لخوا ورکشاپ ورکړل شو.
یاد ورکشاپ چې د بامیان پوهنتون د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

محصل ته الهام د ستاینې له ستیج تر هڅونې، بامیان پوهنتون کې یوه شانداره غونډه ترسره شوه!

نن چهارشنبه د۱۴۴۶هـ ق کال دشوال المکرم میاشتې ۱۸مه نېټه د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د استادانو اداري کارکوونکو او ممتازو محصلینو د ستاینې او قدردانۍ لپاره یوه شانداره غونډه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۳:۲۴
Background image

په بامیان پوهنتون کې د ښوونیز او هڅوونکي سمینار پای!

د بامیان پوهنتون د ارواه پوهنې مشورتي مرکز (د لوست د عادت پیاوړتیا) تر عنوان لاندې ښوونیز او هڅوونکی سمینار ترسره کړ.
یاد سمینار چې د کلینیکي ارواه پوهنې عمومي مدیریت له لوري د محصلانو. . .

BACK TO NEWS