د لوی اختر په مناسبت د بامیان پوهنتون مشرتابه د مبارکۍ پیغام!

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه اجمعین
محترمو استادانو درنو محصلینو اداري کارکوونکو او عزتمندو هیوادوالو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
په دې مبارکه او برکتناکه ورځ چې د قربانۍ ایثار او الله (ج) ته د نږدېوالي ورځ ده د بامیان پوهنتون د مشرتابه په حیث تاسو ټولو ته د لوی اختر له امله خپلې صمیمانه مبارکۍ وړاندې کوم.
دا اختر دې زموږ په ژوند کې د سولې، ورورولۍ، یووالي، او د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د پیاوړتیا سبب وګرځي.
د دعا لاسونه الله (ج) ته لپه کوو چې زموږ ټول عبادات، دعاګانې، قربانۍ او نیک اعمال قبول کړي زموږ وطن کې سوله، ثبات او سوکالي دایمي کړي او بامیان پوهنتون لا بریالی روښانه او پرمختللی کړي.
یو ځل بیا ټولو ته د لوی اختر مبارکي وایم.
اختر مو مبارک شه!
الحاج مفتي حضرت محمد "برهاني"
بامیان پوهنتون عمومي رئیس
۱۴۴۶/۱۲/۹هـ ق
۱۴۰۴/۳/۱۶هـ ش