د بامیان پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه!

bu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۱:۲۱
Bamyan

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې پینځلسمه نېټه، د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو معاونیت په تالار کې ترسره شوه.
دغه غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې چې د پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو هم حضور درلود، د تعلیمي کیفیت ښه والی، د څیړنیزو فعالیتونو پراختیا او د محصلینو لپاره د علمي او هوسایني خدماتو لوړول د بحث او څېړنې لاندې ونیول شول. همدارنګه د پوهنتون او پوهنځیو د تعلیمي او څېړنیزو سیستمونو د پیاوړتیا لپاره اړینې پرېکړې ونیول شوې.
بامیان پوهنتون د دې غونډو په ترڅ کې هڅه کوي چې د محصلینو لپاره ښه شرایط برابر کړي او په ټولنیز او علمي پرمختګ کې مهم ګامونه پورته کړي.
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت غونډه

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د رمضان المبارک د میاشتې ۱۲ مې نېټه د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت د " توبې او د الله تعالی لوري ته د ستنېدلو" تر عنوان لاندې غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

د بامیان پوهنتون کې د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درسونو دوام

د لوړو زده کړو وزارت د ارشاد او دعوت ریاست د حکم له مخې د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت له لوري د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درسونه هره ورځ په منظمه توګه دوام لري. دا پروګرام د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

په بامیان پوهنتون کې د " روژې، جهاد، او پرهېزګارۍ" سمینار ترسره شو

نن سه شنبه د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت د۱۴۴۶ هجري قمري کال د رمضان المبارک میاشتې په ۱۱مه نېټه د"روژې، جهاد، او پرهېزګارۍ" تر سرلیک لاندې سمینار ترسره کړ. په دغه سمینار کې د. . .

BACK TO NEWS