د بامیان پوهنتون د ګمارنې او انفکاک غونډه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان ۱۸ مه نېټه د بامیان پوهنتون د ګمارنې او انفکاک ناسته ددغه پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي تر نظارت لاندې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د بامیان پوهنتون او د غور لوړو زده کړو مؤسسې د یو شمېر استادانو د ترفیع دوسیې و څېړل شوې، چې له مخې یې پوهنمل سید قاسم علوي او پوهنمل محمد موسی لعلي د پوهنمل علمي رتبې څخه پوهندوی علمي رتبې ته او پوهنیار محمد عارف احساس د پوهنیار علمي رتبې څخه پوهنمل علمي رتبې ته به ترفیع وکړي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت