د بامیان پوهنتون د محصلانو چارو نوي مرستیال نن په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه!

bu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۲:۲۴
Bamyan

نن یکشنبه د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سلواغې ۲۱مه چې د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان له ۱۰مې نېټې سره برابره ده، د پنجشېر د لوړو زده کړو مؤسسې پخوانی رئیس مولوي مصطفی خان د بامیان پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
په همدې مناسبت د محصلانو چارو په معاونیت کې غونډه ترسره شوه چې پکې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د پوهنتون رهبرۍ غړو، استادانو، اداري کارکوونکو، او یو شمېر نورو میلمنو هم ګډون درلود. 
د پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي برهاني په خپلو خبرو کې په اداره کې تبدیل او بدلون یو اساسي اصل وباله، هغه د محصلانو د چارو پخواني مرستیال پوهنمل عید محمد محمدي له هڅو او زحمتونو څخه مننه او قدرداني وکړه. همدا راز نوموړي له نوي مرستیال څخه هیله څرګنده کړه چې په پوره ژمنتیا د اغیزمنو برنامو له لارې دمحصلانو د خدمتونو او کیفیت لوړولو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي.
د محصلانو د چارو نوي مرستیال هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د تعلیمي خدماتو د ښه والي او محصلانو د ملاتړ او د هغوی د ستونزو حل لپاره به هڅې وکړي. 
بامیان پوهنتون 
نشراتو عمومي مدیریت
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د بامیان پوهنتون د ګمارنې او انفکاک غونډه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان ۱۸ مه نېټه د بامیان پوهنتون د ګمارنې او انفکاک ناسته ددغه پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي تر نظارت لاندې ترسره شوه.
 په دې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۴:۲۲
Background image

د بامیان پوهنتون د ګمارنې او انفکاک غونډه!

نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان ۱۸ مه نېټه د بامیان پوهنتون د ګمارنې او انفکاک ناسته ددغه پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي تر نظارت لاندې ترسره شوه.
 په دې غونډه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۷
Background image

د بامیان پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې غونډه ترسره شوه!

نن یک شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د شعبان د میاشتې ۱۷مه نېټه د بامیان پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې ناسته د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل محمد عثمان څولیزي په مشرۍ دعلمي چارو معاونیت د. . .

BACK TO NEWS