د بامیان پوهنتون د شپنیو پوهنځیو د ښه والي لپاره د نظارت غونډه

نن پنجشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان ۶ مه، د بامیان پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي مصطفی ابوسعید په خپل دفتر کې د هغو پوهنځیو له مرستیالانو سره چې شپنۍ برنامې لري، غونډه وکړه.
د دې ناستې موخه د شپنیو درسونو د کیفیت ارزونه او د موجوده ستونزو څېړنه وه. مسئولینو ژمنه وکړه چې د یادو ستونزو د حل او د شپنیو برنامو د لا ښه والي لپاره به جدي هڅې کوي.
بامیان پوهنتون
د نشراتو عمومي مدیریت