د بامیان پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د مدیریتي روزنیز سمینار جوړېدل!

یکشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۷ هـ.ق
درې ورځنی روزنیز سمینار د "مدیریتي روزنې" تر عنوان لاندې د بامیان پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمریت په نوښت د یادې ادارې د غونډو په تالار کې پیل شو.
دغه روزنیز پروګرام درې ورځې دوام کوي او موخه یې د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړول په مدیریت او رهبرۍ کې ده.
د پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د بامیان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور احسانالحق نیازی د مدیریتي روزنې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د کارکوونکو مسلکي پرمختیا د اداري نظام د پیاوړتیا او اکادمیکې ټولنې ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو له اساسي اړتیاوو څخه ده.
د یاد سمینار ترینر امرالله بشارت چې د پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر دی ګډونوالو ته د مدیریت اړوند مفاهیم او مهارتونه ور زده کوي.
په دې سیمینار کې ګډونوال له بېلابېلو موضوعاتو لکه د مدیریت اصول، مؤثره رهبري او اداري اړیکو سره اشنا کېږي.
یاد روزنیز پروګرام د بامیان پوهنتون د مسلکي ودې او اغېزمنې ادارې د رامنځته کولو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت