په بامیان پوهنتون کې د ۱۴۰۴ کال کانکور لپاره بایومتریک بهیر پیل شو

نن سه شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۹مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت امتحاناتو ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۴ هـ ش کال کانکور ازموینې د شفافیت او سم مدیریت په موخه بایومتریک پروسه په بامیان پوهنتون کې پیل شوه.
دا پروسه د کانکور ګډونوالو هویت په دقیق ډول ثبت او درغلیو د مخنیوي لپاره ترسره کیږي.
د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني د بایومتریک بهیر له نږدې څارنه وکړه او ددې پروسې منظمې چارې یې وستایلې.
ټاکل شوې چې دا بهیر به سبا دچهارشنبې ورځ هم دوام ولري.
د یادولو وړ ده چې د بایومتریک پروسې له بشپړولو وروسته به د پنجشنبې او جمعې په ورځ د کانکور ازموینه واخیستل شي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت