د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت غونډه

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د رمضان المبارک د میاشتې ۱۲ مې نېټه د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت د " توبې او د الله تعالی لوري ته د ستنېدلو" تر عنوان لاندې غونډه ترسره کړه.
په دې ناسته کې د ګناهونو زیانونه، د سرغړونې او ګناه د دوام ضررونه، د الله تعالی له رحمته د ناامیده کېدو خطر، او پر خپل ځان ظلم کوونکو ته لازمې مشورې مطرح شوې.
همداراز د استغفار او د الله تعالی له دربار څخه د بښنې غوښتلو پر اهمیت ټینګار وشو. د برنامې په پای کې د توبې او د نفس د اصلاح یادونه وشوه.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت