د بامیان پوهنتون کې د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درسونو دوام

د لوړو زده کړو وزارت د ارشاد او دعوت ریاست د حکم له مخې د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت له لوري د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر درسونه هره ورځ په منظمه توګه دوام لري. دا پروګرام د اداري کارکوونکو د دیني پوهې د لوړولو او د قرآني مفاهیمو د ژور فهم د ترویج په موخه ترسره کېږي.
د بامیان پوهنتون مسوولین ټینګار کوي چې دغه درسونه نه یوازې د اسلامي تعلیماتو د صحیح درک لپاره ګټور دي، بلکې د تحقیق روحيې د پیاوړتیا او علمي بحثونو ته هم زمینه برابروي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت