د بامیان پوهنتون کې د علمي او دیني سمینار دوهمه ورځ!

نن چهارشنبه ۱۳ شعبان ۱۴۴۶ هـ.ق کال د بامیان پوهنتون د کتابخانې تالار کې د علمي او دیني سمینار دویمه ورځ د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د پوهنتون د رهبرۍ غړو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او علماؤ په حضور کې ترسره شوه. په دې غونډه کې، مهم موضوعات لکه کفر او د هغې اقسام، د جهاد فضیلت او اهمیت، د امام ابو حنیفه رح مناقب او مذهب او د امیر ټاکلو حکم وړاندې او بحث پرې وشو.
د یادونې وړ ده چې دا سمینار به سبا ورځ د نورو علمي او دیني موضوعاتو په وړاندې کولو سره پای ته ورسیږي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت