د بامیان پوهنتون

 

د بامیان پوهنتون د رئیس پېغام

۱ کال 7 میاشتې ago

بسم الله الرحمن الرحیم

قدرمنو لوستونکو!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

بامیان پوهنتون د ۷ پوهنځیو، شاوخوا ۲۰۰ استادانو او د ۵۵۰۰ محصلانو په لرلو سره د هېواد په کچه یو له سترو پوهنتونونو څخه ګڼل کېږي. دغه پوهنتون د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۵ هجري شمسي کال کې د دوو پوهنځیو په لرلو سره تاسیس شو او تر یوې مودې فعالیت وروسته د کورنیو جګړو له کبله یې تر اوه کلونو ور وتړل شو. له نېکه مرغه یوځل بیا یې له اوه کلن ځنډ وروسته په ۱۳۸۲ ل کال کې د فعالیت لپاره ور پرانېستل شو او له هغه مهاله بیا تردې دمه یې د هېواد د ځوان کهول او نسل په روزنه کې ارزښتمن نقش لوبولی دی.

د بامیان پوهنتون رهبري ژمنه ده، ترڅو د خویندو او وروڼو لپاره د تحصیلي سطحې او  کیفیت لوړولو، د سالم او خوندي چاپېریال رامنځته کولو، کاري بازار او روان اقتصادي حالت ته په کتو د تحصیلي نصاب چمتو کولو او د ملي پروګرامونو او سالمو سیالیو رامنځته کولو په برخه کې د اسلام سپېڅلي دین اساساتو، د لوړو زده کړو وزارت قانون او د هېواد اساسي قانون له مخې رامنځته کړي.   

جنډر، ورزش او معاصرې ټکنالوژۍ ته لاسرسی هم د بامیان پوهنتون د رهبرۍ له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. زموږ ژمنه یوازې دا نه ده، چې ځوانان په مدرنو علمي معیارونو سره چمتو او ټولنې ته وړاندې کړو، بلکې ترڅنګ یې دا هم غواړو څو ځوانان مو د علمي موضوعاتو ، اخلاقي، کلتوري او تاریخي ارزښتونو په برخه کې د هېواد د چوپړ وړ وګرځي.    

، 

مفتي حضرت محمد برهاني د پوهنتون بامیان رئیس

تازه خبرونهنور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۱:۲۱
Background image

د بامیان پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه!

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې پینځلسمه نېټه، د بامیان پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د دې پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني په مشرۍ د علمي چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۸
Background image

په بامیان پوهنتون کې د تقرر او انفکاک غونډه ترسره شوه!

نن دوشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب د میاشتې ۱۲مه نېټه، د بامیان پوهنتون د تقرر او انفکاک غونډه د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنمل محمد عثمان څولیزي تر مشرۍ لاندې د علمي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۳:۴۲
Background image

د بامیان پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د ښوونیز ورکشاپ پیل!

نن یکشنبه، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې ۱۱مه نېټه، څلور ورځنی ورکشاپ "د وینډوز اړین او پرمختللي تخنیکونه، په پرینټر کار کول او د انټرنیټ سمه استفاده" تر عنوان لاندې. . .

وروستي اعلانونهنور دلته

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۴:۲۴
Background image

اعلامیه

د ازموینې لپاره 

پېښېټولې پېښې

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

په بامیان پوهنتون کې د علمي کنفرانس ترسره کېدل!

نن چهارشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د رجب میاشتې لومړۍ نېټه بامیان پوهنتون د څلور تنه استادانو د علمي کنفرانس کوربه وو.
دغه علمي کنفرانس چې د مسلکي پراختیا مرکز آمریت په مرسته د دغه آمریت د . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

په بامیان پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي لپاره علمي ورکشاپ جوړ شو!

نن دوشنبه، د ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الاخر ۲۸مه نېټه، د مسلکي پراختیا مرکز آمریت لخوا د علمي څېړنو او مجلې معاونیت په همکارۍ، د بامیان پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي لپاره علمي ورکشاپ جوړ کړ.
ی . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د بامیان پوهنتون د نصاب، نشراتو، او تحقیق کمېټې غونډې ترسره کړې.

چهارشنبه نېټه۱۴۴۶/۶/۹هـ ق کال
دا غونډې د تعلیمي پروګرامونو د ارزونې او ښه والي،  علمي تولیداتو د پیاوړتیا او معیاري څېړنو د پراختیا په موخه ترسره شوې. 
دغه راز د غونډې په جریان کې د . . .

خالی بستونهنور دلته

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د بامیان پوهنتون علمي کادر خبرتیا !

پوهنځی

ديپارتمنت

د بستونو تعداد

تحصیلي کچه

اعلان

د پیل تاریخ

د پای تاریخ

ښوونه او روزنه

ارواپو . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۶:۲
Background image

د بامیان پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

بامیان پوهنتون بیاځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

د اقتصاد پوهنځی:  
ملي اقتصاد ډيپارټمنټ (۱) بست.

داوطلبان . . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۹:۴۸
Background image

د بامیان پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا!

بامیان پوهنتون د دویم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:

د ښوونې او روزنې  پوهنځی:
ښوونېز مدیریت  ډيپارټمنټ (۱) . . .