د طبیعي علومو پوهنځي محصلینو علمي سفر د بامیان ولایتي روغتون ته!

bu_admin
Bamyan

نن سه‌شنبه د ۱۴۴۶/۱۱/۲۹ هـ ق نېټه د بامیان پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د کیمیا څانګې محصلینو د پوهندوی عبدالروف راشد او لابرانت محمد صابر امرخیل په مشرۍ د بامیان ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه. 
د دې سفر هدف د طبي اکسیجن د ترلاسه کولو او په روغتیایي څانګو کې د هغې د کارونې سره آشنا کېدل وو.
په دې لیدنه کې محصلینو د اکسیجن د تولید او زیرمې پروسې په عملي ډول مشاهده کړه او د روغتون د متخصصینو له وضاحتونو څخه برخمن شول.
دغه علمي برنامه یوه ښه موقع وه چې د محصلینو تیوریکي زده کړې د عملي تجربو سره بشپړې شي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.