د طبیعي علومو پوهنځي پېژندنه

سریزه

ښوونه او روزنه په ټولو بشري ټولنو کې د بنسټ او ملا تیر جوړوي. د ځوانانو روزنه، په ځانګړي ډول علمي او اکاډمیکه روزنه، د هرې ټولنې د پرمختګ او هوساینې له بنسټیزو عناصرو څخه شمېرل کېږي.

د بامیان پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي تل هڅه کړې او هڅه به کوي چې د تحصیلي کیفیت، تدریس او علمي څېړنو د ښه والي لپاره شپه او ورځ هلې ځلې وکړي. دغه پوهنځی پرته له دې چې ملي او نړیوال علمي معیارونه په عملي توګه پلي کړي، نشي کولای خپلو علمي، څېړنیزو او ښوونیزو موخو ته ورسېږي، ژمن او مسؤلیت‌پذیر کادرونه په لوړ کیفیت وروزي..

د تحصیلي، تدریسي، څېړنیزو او نورو اکاډمیکو فعالیتونو معیارونه د ټولنې او هېواد د اړتیاوو په پام کې نیولو سره په منظم او پرله‌پسې ډول پلي کېږي. په همدې برخه کې ټول علمي کادرونه او اداري کارکوونکي هڅه کوي چې خپلې دندې په غوره توګه ترسره کړي او د دې پوهنځي اساسي کمي او کیفي موخو ته ورسېږي..

د علمي او څېړنیزو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د پوهنځي له ټولو غړو، چې علمي کادرونه، اداري کارکوونکي او محصلین پکې شامل دي، ګڼې غونډې ترسره شوې دي. په دغو غونډو کې ټولې ستونزې، فرصتونه، کمزورۍ او پیاوړتیاوې پېژندل کېږي او د هماغو پر بنسټ د پرمختګ او اصلاح لپاره عملي ګامونه اخیستل کېږي.

د طبیعي علومو پوهنځی د بامیان پوهنتون په کچه یو له بااعتباره او پخوانیو علمي بنسټونو څخه دی، چې د لیسانس په کچه تحصیلي خدمتونه وړاندې کوي. دغه پوهنځی هڅه کوي چې د هېواد په کچه د غوره تحصیلي او څېړنیز کیفیت په وړاندې کولو سره د پوهنتون له مخکې ټاکل شوو موخو سره مرسته وکړي، د هېواد علمي او مسلکي بنسټونه پیاوړي کړي، د مسلکي استادانو اړتیاوې پوره کړي او د لوړو زده کړو د موخو د دسېدو  زمینه برابره کړي.

د بامیان پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځی رښتیني، ژمن او مسؤلیت‌پذیر انسانان روزي او ټولنې ته یې وړاندې کوي، څو هغوی وکولای شي د ماشومانو، تنکیو ځوانانو، ځوان نسل او راتلونکو نسلونو په روزنه کې ارزښتناک رول ترسره کړي.

د طبیعي علومو پوهنځي تأسیس

د طبیعي علومو پوهنځي د ریاضیاتو، فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګه د بامیان پوهنتون له جوړېدو سره هم مهاله پر ۱۳۸۲ هـ.ش کال کې د لوړو زده کړو محترم وزارت له لوري منظور شول او د بامیان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې یې خپل علمي فعالیتونه پیل کړل.

پر ۱۳۹۲ هـ.ش کال کې د طبیعي علومو پوهنځی د ریاضیاتو، فزیک، کیمیا او بیولوژي رشتو په لرلو سره له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه جلا شو او خپل فعالیتونه یې د یوه مستقل پوهنځي په توګه پیل کړل..

د طبیعي علومو پوهنځي د جوړېدو موخې

۱ - د تدریس، علمي څېړنو، بورسونو او روزنیزو کورسونو له لارې د استادانو او کارکوونکو د علمي کچې لوړول او د علمي کادرونو روزنه

۲ - د معاصرې ټولنې د اړتیاوو له مخې د فارغانو د ظرفیتونو پراختیا او لوړول، څو هغوی وکولای شي د پوهنتونونو، اړوندو پوهنځیو، مسلکي مرکزونو او ښوونځیو لپاره د تجربې او وړتیا له مخې خدمت ترسره کړي.

د هېواد د اړتیاوو پر بنسټ د علمي څېړنو لپاره د مناسبو زمینو برابرول او د هېواد په پرمختګ او پراختیا کې فعاله ونډه اخیستل.۳-

د اوسنیو منل شویو تعلیمي سیستمونو له مخې د معیاري تدریس وړاندې کول..۴ -

۵ - د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرول او د داسې مسلکي او وړ متخصصینو روزل او وړاندې کول، چې وکولای شي د هېواد په کچه تحصیلي، محاسبوي او رهبري خدمات په اغېزمن ډول ترسره کړي.

اوږدمهاله موخې

۱ - په تحصیلي برخه کې د ملي او نړیوالو معیارونو له مخې  کمّي او کیفي پرمختګ رامنځته کول.

۲ - د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو پروګرام په بشپړ ډول پلي کول.

۳ - په اسلامي ارزښتونو او نړیوالو اکاډمیکو معیارونو پر بنسټ د ځوان نسل او محصلینو روزنه.

۴ - د اسلامي معیارونو او نړیوالو ستندردونو له مخې د تحصیلي پروګرامونو رامنځته کول

۵ - د اغېزمنو زده کړو، علمي څېړنو او نورو علمي او اسلامي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د یوه ارام، سالم او مناسب چاپېریال جوړول.

۶ - له هغو ادارو او بنسټونو سره  علمي او مسلکي همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول چې تحصیلي او ښوونیز خدمات وړاندې کوي.

لیدلوری

د طبیعي علومو پوهنځی په یوه مخکښ علمي او څېړنیز مرجعې بدلول، څو د اسلامي شریعت د لارښوونو په رڼا کې د هېواد د راتلونکي نسل په روزنه او علمي پرمختګ کې اغېزمنه ونډه واخلي.

 

 

مأموریت

د بامیان پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځی لاندې مأموریت لري:

د طبیعي علومو په برخه کې د علمي ودې، اړینو مهارتونو د پراختیا او د یوه پویا او هڅوونکي زده‌کړیز چاپېریال د رامنځته کولو له لارې

 د لوړ کیفیت زده‌کړې وړاندې کول.

د طبیعي علومو په برخه کې د معیاري زده‌کړو د وړاندې کولو او اغېزمنو علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره د لازمې زمینې برابرول.

د نوې او معاصرې تدریسي او څېړنیزو طریقو د کارولو له لارې د استادانو، ښوونکو او محصلینو د علمي او مسلکي پوهې کچې لوړول.

د طبیعي علومو پوهنځي تشکیلاتي چارت

نوماند پوهنیار عبدالجلیل حکیمي  د پوهنځي رئیس:

پوهندوی محمد علي ناصري  د پوهنځي مرستیال:

: پوهاند عزیزالله یوسفي  د کیمیا څانګې آمر

پوهاند عبدالصمد رویش  د فزیک څانګې آمر:

پوهنوال محمد اکبري  د ریاضیاتو څانګې آمر:

پوهنمل نجیب‌الله حسیني  د بیولوژي څانګې آمر:

بریالی بکتاش  : د تدریسي چارو عمومي مدیر

 میر امان الله شفق  اجرائیه مدیر:

علي ظفر امیري  د بیولوژي لابراتوار مسؤول:

د څانګو پېژندنه

د طبیعي علومو پوهنځی اوس مهال لاندې څلور څانګې لري:

د کیمیا څانګه

د بیولوژۍ څانګه

د ریاضیاتو څانګه

د فزیک څانګه

د کیمیا څانګې لنډه پېژندنه

د کیمیا څانګه د بامیان پوهنتون له پخوانیو او مخکښو تخصصي څانګو څخه ده. د بامیان پوهنتون له بیا تأسیس سره پر ۱۳۸۲ هـ.ش کال کې دغه څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې شامله  او خپل علمي فعالیتونه یې پیل کړل.

د دې څانګه لومړۍ دوره فارغان پر ۱۳۸۸ هـ.ش کال کې د ژمني داخل خدمت کورس له لارې ټولنې ته وړاندې شول. له ۱۳۹۲ هـ.ش کال څخه وروسته د کیمیا څانګه له ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه جلا  او خپل فعالیتونه علمي فعالیت یې د طبیعي علومو پوهنځي په اډانه کې پیل کړل.

تر اوسه پورې د یادې څانګې د اوولسو تحصیلي دورو په ترڅ کې څخه زیات  ۵۴۰ لوستي اشخاص د لیسانس په کچه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.

د دې څانګه علمي کادر له شپږو استادانو څخه جوړ دی، چې ټول یې د هند، ایران او ترکیې له هېوادونو څخه د ماسټرۍ تحصیلي درجې لري. د دغو استادانو له ډلې څخه یو تن د پوهاند علمي رتبه لري، دوه تنه پوهنوالان، یو تن پوهنمل او دوه تنه نور پوهنیاران دي

د کیمیا څانګه د بامیان پوهنتون له مخکښو او فعالو څانګو څخه شمېرل کېږي. دغه څانګه په خپله کچه لابراتوار او کتابتون هم لري، چې د تجربه‌لرونکو او ژمنو استادانو په شتون کې د محصلینو د علمي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خدمت کوي.

د کیمیا څانګې غړي د علمي څېړنو په برخه کې تل فعال پاتې شوي دي، چې تر اوسه یې له ۵۰ څخه زیاتې څېړنیزې مقالې په ملي او نړیوالو علمي ژورنالونو کې خپرې کړې دي.

د کیمیا څانګه استادانو همدارنګه ګڼ ارزښتناک علمي آثار، لکه تألیفي، ژباړل شوي او څېړنیز اثار، د درسي او مرستندویه موادو په توګه چمتو کړي او د محصلینو او د کیمیا علم د مینه‌والو په واک کې یې ورکړي دي.

د بیولوژي څانګې پېژندنه

د بیولوژي څانګه د بامیان پوهنتون له پخوانیو او له علمي پلوه له مخکښو تخصصي څانګو څخه ده. د بامیان پوهنتون له بیا تأسیس سره پر ۱۳۸۲ هـ.ش کال کې دغه څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې شامله او علمي فعالیتونه یې پیل کړل،

د دې څانګې لومړۍ دوره فارغان پر ۱۳۸۸ هـ.ش کال کې د ژمني داخل خدمت کورس له لارې ټولنې ته وړاندې شول. وروسته په ۱۳۹۲ هـ.ش کال کې د بیولوژۍ څانګه د طبیعي علومو پوهنځي په چوکاټ کې د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه جلا او خپل فعالیتونه ته یې دوام ورکړ

 بیولوژۍ څانګې د اوولسو تحصیلي دورو په ترڅ کې له ۵۵۰ څخه زیات فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي. د دې څانګه علمي کادري غړي درې تنه استادان دي، چې درې واړه یې د افغانستان، ایران او چین له هېوادونو څخه د ماسټرۍ تحصیلي سندونه لري. له دغو استادانو څخه یو تن د پوهندوی او دوه تنه نور د پوهنمل علمي رتبه لري.

د بیولوژي څانګه د بامیان پوهنتون له فعالو او مخکښو څانګو څخه شمېرل کېږي. دغه څانګه خپل لابراتوار او کتابتون هم لري، چې د تجربه‌لرونکو او ژمنو استادانو په شتون کې د محصلینو د علمي ودې او زده‌کړو لپاره خدمت کوي.

د بیولوژۍ څانګه غړي د علمي څېړنو په برخه کې تل فعال پاتې شوي دي، چې تر اوسه یې له ۲۵ ډېرې مقالې په ملي او نړیوالو معتبرو ژونالونو کې خپرې شوي دي

د بیولوژي څانګې استادانو همدارنګه ارزښتناک علمي آثار، ژباړل شوي او څېړنیز کتابونه د درسي او مرستندویه موادو په توګه تألیف او چمتو کړي تر څو محصلین او د بیولوژي د علم  مینه‌والو د استفادې وړ وګرځي.

د ریاضیاتو څانګې لنډه پېژندنه

د ریاضیاتو څانګه د بامیان پوهنتون له پخوانیو علمي څانګو څخه ده، چې لومړی ځل یې پر ۱۳۸۲ هـ.ش کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې خپل رسمي فعالیت پیل کړ، وروسته پر ۱۳۹۲ هـ.ش کال کې، کله چې د طبیعي علومو پوهنځی د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه جلا شو، د ریاضیاتو څانګې هم د طبیعي علومو پوهنځي په چوکاټ کې خپل فعالیتونه پیل کړل ، چې له بسټه څخه تر اوسه یې ۱۷ دورې فارغان ټولنې د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.  یاده څانګه شپږ علمي کادر شپږ تنه غړي لري. له دغو استادانو څخه پنځه تنه د ماسټرۍ او یو تن د دوکتورا تحصیلي درجه لري. د علمي رتبو له مخې، یو تن پوهنوال، یو تن پوهندوی، درې تنه پوهنمل او دوه تنه پوهنیاران دي.

د فرانسوي فیلسوف رنې دکارت له نظره: «ریاضیات د طبیعت ژبه ده«

ریاضیات د نظم علم دی، او موخه یې په بېلابېلو پدیدو کې د پټ نظم موندل او درک کول دي. د دې علم بنسټیزې وسیلې هغه مفاهیم دي چې انسان ته د دې نظم د تشریح او بیان توان ورکوي.

د ریاضیاتو د علم دنده دا ده چې په طبیعت او مخلوقاتو کې لیدل کېدونکې تجربې په منظم او قانونمند ډول بیان کړي. همدارنګه ریاضیات د نورو علومو لپاره د ماډل جوړونې علم هم دی. د بېلابېلو علومو د علمي نظریو ګډه ژبه هم ریاضیات بلل کېږي. ټول انسانان په خپل ورځني ژوند کې له ریاضيکي پوهې څخه په پراخه کچه ګټه اخلي. له بلې خوا، ریاضیات د علومو او انجینرۍ بنسټ جوړوي، او ټولې هغه څانګې چې علمي بنسټ لري، په یو ډول له ریاضیاتو سره تړاو لري او ترې استفاده کوي.

هر څومره چې یو مسلک تخصصي کېږي، هماغومره یې اړتیا ریاضیاتو ته زیاتېږي. د بېلګې په توګه، برېښنايي انجینري له تابعوي تحلیل او تصادفي پروسو څخه ګټه اخلي، او د پروګرام جوړونې او پلان جوړونې په برخو کې له احصایوي معلوماتو څخه استفاده کېږي.

د ریاضیاتو څانګخ په دوو اساسي برخو وېشل کېږي:

۱. محض ریاضیات
هغه څانګه ده، چې د ریاضيکي نظریو، اصولو او بنسټیزو مفاهیمو په رامنځته کولو او پر  پراختیا تمرکز کوي.

۲. تطبیقي ریاضیات
هغه څانګه ده، چې ریاضي په عملي برخو کې کاروي؛ لکه اقتصاد، کمپیوټر، فزیک، احصایه احتمالات او نور

د ریاضیاتو د زده‌کړې لپاره اړین شرایط

هغه څوک چې غواړي د ریاضیاتو څانګه ولولي، باید ډېر زغم، حوصله او دوام ولري، او د مسئلو د حل لپاره د ډېر وخت له لګولو څخه ستړی او ناراضه نه شي؛ ځکه دا رشته ژور فکر، هڅې او زیات وخت ته اړتیا لري.

هغه کسان چې دې څانګې ته لېوالتیا لري، باید د ښوونځي په دوره کې هم په ریاضیاتو کې ښه بنسټ ولري. همدارنګه اړینه ده چې د دې څانګه زده‌کوونکي ذهني چمتووالی ولري، نوې مفکورې په ښه ډول جذب کړای شي، بېلا بېلې الګوګانې او نظمونه درک کړي او د غیر معمولي ستونزو د حل وړتیا ولري.

د فزیک څانګې پېژندنه

فزیک هغه علم دی، چې د مادې او انرژۍ د چلند پر عمومي او بنسټیزو قوانینو د پوهېدو او پېژندلو په اړه بحث کوي. د فزیک پوهانو پرله ‌پسې هڅې د دې لامل شوې چې ګڼ شمېر بنسټیز قوانین کشف، علمي نظریې وړاندې او د طبیعي پدیدو په اړه ژوره پوهه ترلاسه شي. که څه هم دا لاسته راوړنې د ناپېژندل شویو حقیقتونو په پرتله لږې دي، خو د اړونده پوهانو هر اړخیزې او چټکې هڅې دا هیله پیاوړې کړې ده، چې انسان کولای شي د هستۍ رازونه په تدریجي ډول درک کړي. اوس مهال د فزیک ډېری موضوعات او بحثونه عملي پایلې لري، او فزیک په بېلابېلو ټکنالوژیکو برخو کې مهم رول لري. له دې جملې څخه کولای شو لاندې برخې یادې کړو:

د مخابراتي ټکنالوژۍ برخه؛

د ترانسپورټ ټکنالوژۍ (ځمکنۍ، سمندري، هوایي او فضایي)؛

د تولیدي ټکنالوژۍ (کرنیزه او صنعتي)؛

د بېلابېلو کانونو د استخراج ټکنالوژۍ؛

د ودانیزو چارو، ماشینونو او ښوونیزو ټکنالوژیو برخې.

دغه ټولې برخې د میخانیک، برېښنا، برېښنايي مقناطیس، ترمودینامیک، هستوي فزیک، نورپوهنې، روغتیايي فزیک او طبي فزیک له علمونو سره تړاو لري. فزیک علم توانېدلی چې د انسان د حواس وړتیاوې په پراخه کچه لوړې کړي او انسان یوازې له خپل شاوخوا چاپېریال سره نه، بلکې له هغو لرې زمانو او ځایونو سره هم وتړي چې د عادي حواسو له لارې نه لیدل کېږي.

د فزیک څانګې لنډه پېژندنه

د فزیک څانګه د طبیعي علومو پوهنځي له علمي څانګو څخه دی. د بامیان ولایت د علم‌ پالونکو خلکو د غوښتنې او د علمي او فرهنګي بنسټونو د اړتیاوو له مخې، دغه څانګه پر ۱۳۸۲ هـ.ش کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوه په همدې کال کې د کانکور له لارې د لومړي ځل لپاره محصلین جذب شول او دغې څانګې خپل علمي فعالیتونه پیل کړل. له اوو کلونو فعالیت وروسته پر ۱۳۹۲ هـ.ش کال کې  فزیک څانګه د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه جلا او خپل فعالیتونه یې د طبیعي علومو پوهنځي تر چتر لاندې پرانستي وساتل. فزیک څانګې دوه (۲) دورې داخل خدمت او ۱۵ دورې له ورځنۍ برنامې  څخه فارغ شوي اشخاص ټولنې ته وړاندې کړي دي. دغه فارغان د هېواد په بېلابېلو دولتي ادارو کې، له علمي کادرونو څخه نیولې تر ښوونکو پورې، په دندو بوخت دي.

د فزیک څانګه شپږ تنه استادان لري

یو تن د لیسانس سند لري؛

درې تنه د هند او ایران له هېوادونو څخه د ماسټرۍ سندونه لري؛

دوه تنه د ایران په هېواد کې د دوکتورا پر زده‌کړو بوخت دي

فزیک څانګه شپږ کادري غړي لري، چې د دغو استادانو له ډلې څخه: ۱ تن پوهاند، دوه تنه پوهنوالان، دوه تنه پوهنمل او یو تن نوماند پوهنیار دي

د طبیعي علومو پوهنځي کتابتون

کتابتونونه د بشري ټولنو په تاریخ کې د پوهې د ساتنې او لېږد په برخه کې مهم رول ترسره کړی دی. کتابتونونه د معلوماتو د راټولولو او عامو خلکو ته د علمي سرچینو د لاسرسي لپاره په مهمو مرکزونو بدل شوي دي. طبیعي علومو پوهنځی یو نسبتا مجهز کتابتون لري چې له ۱۰۰۰ ټوکو څخه ډېر د لومړنیو او ثانوي سرچینو کتابونه پکې موجود دي. استادان او محصلین له دغو علمي او څېړنیرو سرچینو څخه به منظم ډول د خپلو زده کړو او خېړنو لپاره ګټه اخلي.

د طبیعي علومو پوهنځي لابراتوارونه

لابراتوار هغه ځانګړی ځای دی چې پکې د علمي تجربو، څېړنو او تحلیلي چارې د لابراتواري وسایلو، موادو او دقیقو علمي طریقو په کارولو سره ترسره کېږي .د طبیعي علومو پوهنځی درې نسبتاً مجهز لابراتوارونه لري، چې د کیمیا، بیولوژۍ او فزیک څانګو لپاره د اړینو لابراتواري موادو او وسایلو سمبال دي. دغه لابراتوارونه د څانګو د تحصیلي نصاب له مخې د علمي تجربو د ترسره کولو لپاره مناسبه زمینه برابروي، څو محصلین وکولای شي خپلې نظري زده‌کړې په عملي ډول پیاوړې کړي.