په بامیان پوهنتون کې د محرمالحرام میاشتې د فضیلت په اړه علمي سمینار ترسره شو!

سهشنبه ۱۴۴۷/۱/۵هـ ق
د بامیان پوهنتون د ارشاددعوت آمریت په ابتکار علمي سمینار د «محرمالحرام میاشتې د مسایلو او فضیلتونو» تر عنوان لاندې د پوهنتون د نوي کمپلکس په مسجد کې ترسره شو.
په دې غونډه کې پوهنیار عبدالقادر مختار د ترینر په توګه د اسلامي شریعت له نظره د محرم میاشتې فضیلتونه بیان کړل.
هغه په دې میاشت کې د ګناهونو پرېښودو، تقوا زیاتولو، د صله رحمۍ پاللو او عبادت ته د پاملرنې ټینګار وکړ.
یاده غونډه د استادانو او اداري کارکوونکو په پراخه ګډون ترسره شوه او په دعا سره پای ته ورسېده.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت