د بامیان پوهنتون د ازموینې کمېټې غونډه ترسره شوه!

یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق د کب ۲۵مه
د بامیان پوهنتون د ازموینې کمېټې غونډه پرون د روان سمستر د ازموینو لپاره د چمتووالي په موخه د دې پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیالۍ په دفتر کې د کمېټې د غړو په ګډون جوړه شوه.
یاده غونډه د بامیان پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال مولوي مصطفی ابو سعید په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د ازموینو د بهیر اړوند مهمو موضوعاتو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.
د غونډې له مهمو موضوعاتوڅخه د ازموینو د پیل وخت د پوښتنو د طرحې څرنګوالی، د ارزونې چکلیستونو ترتیب او د ازموینې د څار بهیر یادولی شو.
همداراز د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ازموینو پر مهال باید د محصلانو احتمالي ستونزو ته رسیدنه وشي.
د محصلانو چارو مرستیال په خپلو خبرو کې د ازموینو په بهیر کې پر روڼتیا، عدالت او اکادمیکو اصولو د ټینګار تر څنګ یې له ټولو استادانو او کارکوونکو د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې موخه د ازموینو په بهیر کې د شفافیت او نظم تأمین او د محصلانو عادلانه ارزونه بلل شوې ده.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت