د ږیرې حکم تر سرلیک لاندې د بامیان پوهنتون په نوې او زاړه کمپلکس کې سمینارونه ترسره شول
نن شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۱۲مه نېټه د بامیان پوهنتون د ارشاد دعوت آمریت له لوري د پوهنتون په نوي او زاړه کمپلکس کې د " ږیرې حکم" تر عنوان لاندې ديني سمینارونه ترسره شول.
دغه سمینارونه چې استادان او اداري کارکوونکي یې ګډونوال ول د شریعت له نظره د ږیرې ساتلو ارزښت د اسلامي علماوو فقهې نظریات او د دیني احکامو شرعي بنسټونه تشریح شول.
د پوهنتون د ارشاد دعوت آمر مولوي محمدامان امین بغلاني وویل چې د دې ډول پروګرامونو هدف د اسلامي شعایرو عامول د دیني پوهاوي لوړول د استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو ترمنځ شرعي ارزښتونو ته ژمنتیا ده.
د ګډونوالو له قوله دا ډول سمینارونه نه یوازې د دیني معلوماتو په پراخوالي کې مرسته کوي بلکې د عملي تطبیق لپاره هم یوه مثبت ذهني فضا رامنځته کوي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت