بامیان پوهنتون کې د استادانوعلمي کنفرانسونو دوام :

نن یکشنبه د۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې ۲۹مه نېټه د بامیان پوهنتون استادانو د علمي رتبې د ارتقاء په خاطر علمي کنفرانسونه ورکړل .
دغه کنفرانسونه چې د مسلکي پراختیا آمریت په مرسته د یاد آمریت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شول د پوهنتون د علمي کادر غړو ، استادانو ، محصلینو او ژوري هیئت یې ګډون وال وو.
دغه راز د کنفرانس په جریان کې استادانو خپلې علمي او څېړنیزې مقالې د ژوري هیئت او د کنفرانس ګډونوالو په حضور کې د علمي رتبو د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کړې.
همدارنګه حاضرینو د موضوع اړوند خپل نظرونه او پوښتنې شریکې کړې چې د استادانو له لوري ځوابونه ورکړل شول.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت