په بامیان پوهنتون کې د " روژې، جهاد، او پرهېزګارۍ" سمینار ترسره شو

نن سه شنبه د بامیان پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت د۱۴۴۶ هجري قمري کال د رمضان المبارک میاشتې په ۱۱مه نېټه د"روژې، جهاد، او پرهېزګارۍ" تر سرلیک لاندې سمینار ترسره کړ. په دغه سمینار کې د روژې اقسام، د تراویح فضیلت، جهاد او تقوا په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ هم د پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت له لوري ورته سمینار ترسره شوی وو چې پکې د روژې فضیلت او اهمیت په اړه بحث وشو.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت