Latest news

Tue, Aug 18 2026 11:52 AM
Background image

معاون اداری ریاست‌الوزرا و وزیر تحصیلات عالی در مراسم فراغت (۱۸)هجدهمین دور محصلان پوهنتون بامیان شرکت کردند!

در مراسم فراغت که به همین مناسبت در پوهنتون بامیان برگزار گردید شماری از مقام‌های محلی، از جمله والی بامیان، قومندان امنیه، رئیس شورای علمای این ولایت، مسئولان ادارات امارتی، اعضای. . .

Tue, Aug 04 2026 9:26 AM
Background image

برگزاری ورکشاپ روش تحقیق کمی و کیفی در پوهنتون بامیان!

امروز یکشنبه ۱۸هم ماه صفرالمظفر سال ۱۴۴۸ هـ.ق ورکشاپ آموزشی «روش تحقیق کمی و کیفی» به ابتکار آمریت انکشاف مسلکی پوهنتون بامیان با حضور ۲۱ تن از اعضای کادر علمی این پوهنتون برگزار شد.. . .

Mon, Apr 01 2024 12:02 PM
Background image

کمک بیش از ۱۰۰ اصله نهال توسط یک تن  محصل در پوهنتون بامیان.

کمپاین نهال‌شانی در پوهنتون بامیان به تاریخ ۱۲ حمل سال‌روان، با اهدای ۱۰۵ اصله نهال توسط احسان الله محصل صنف اول پوهنځی زمین‌شناسی با اشتراک هیأت رهبری پوهنتون رسماََ آغاز گردید.
الحاج. . .

BACK TO NEWS

ځوان ذهنونه، روښانه راتلونکی؛ بامیان پوهنتون د غوره زده‌ کړیالانو قدرداني وکړه!

bu_admin
Thu, Jun 26 2025 8:29 AM
Bamyan

سه شنبه ۱۴۴۶/۱۲/۲۷هـ ق
په بامیان پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په ابتکار د ۱۴۰۳ هـ.ش کال خزاني سمستر د ممتازو زده کړیالانو د ستاینې غونډه د کتابتون په تالار کې ترسره شوه.
دغه غونډه چې د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، مرستیالانو، دپوهنځیو رئیسانو، استادانو او یو شمېر محصلینو په ګډون جوړه شوې وه، د پوهنتون د ځلانده او مخکښو محصلینو درناوی وشو.
د پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي برهاني په خپلو خبرو کې د علمي هڅو ارزښت ته په اشارې سره ممتاز محصلین نورو ته یو علمي الګو وبلل او له دوی یې غوښتنه وکړه چې د ټولنې د خدمت په برخه کې هم فعاله ونډه واخلي.
په دې مراسمو کې محمد باسط د محمد صابر زوی د شرعیاتو پوهنځي محصل د پوهنتون د عمومي اول نمره په توګه، جعفر د شیرحسین زوی د همدې پوهنځي څخه د عمومي دوهم نمره او اسماعیل د مولاداد زوی د اقتصاد پوهنځي څخه د عمومي درېیم نمره په توګه معرفي شول.
همدارنګه د دیپارتمنتونو په کچه ممتاز محصلین هم وپیژندل شول او د ستاینلیک او تحفو په ورکړې سره وستایل شول.
یاده غونډه چې د ستاینې او هڅونې فضا درلوده په تحصیلي چاپېریال کې د شایسته‌سالارۍ د کلتور د ترویج په برخه کې یو اغېزناک ګام ګڼل کېږي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت