د بامیان پوهنتون د غوره څېړونکي ستاینغونډه!

نن سهشنبه د۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې ۲۲مه نېټه یوه ځانګړې غونډه د بامیان پوهنتون د غوره څېړونکي د ستاینې په موخه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د پوهنتون د کتابتون په تالار کې جوړه شوې وه د بامیان پوهنتون عمومي رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني، د بامیان ولایت د امارتي ادارو استازو، د بهرنیو مؤسسو ځانګړو استازو د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو.
بامیان پوهنتون سږ کال هم د تېر په څېر د علمي مقالو د خپرونې پر بنسټ د غوره څېړونکو د انتخاب مراسم ترسره کړل.
په دې دوره کې۲۷ تنه د علمي کادر غړي د غوره څېړونکو په توګه وپېژندل شول، چې له دې ډلې درې تنه ممتازې څېرې ـ پوهندوی قربان علیار، پوهنوال خلیل کوهی، او ډاکتر رمضان احمدي د غوره څېړونکو په توګه په تحایفو ونازول شول، چې پاتې نورو ته یې تقدیر پاڼې ورکړل شوې.
د دې پروګرام موخه د علمي څېړنو هڅونه د استادانو د څېړنیزو ظرفیتونو لوړول او د علمي تولیداتو زیاتوالی په ملي او نړیواله کچه وښودل شوه.
هېره دې نه وي چې تېر کال هم ۲۱ تنه استادان د غوره څېړونکو په توګه پېژندل شوي وو چې دا د یاد علمي بنسټ د څېړنیز کلتور د تدریجي ودې ښکارندویي کوي.
د بامیان پوهنتون دا نوښت یو مهم ګام ګڼل کېږي تر څو پوهنتونونه د علم او پوهې په تولید کې اغېزناک رول ولوبوي.
بامیان پوهنتون
نشراتو عمومي مدیریت